Home » سیمه او نړی » “ښايي کېف په څو ساعتونو کې د روسيې ځواکونو له لوري ونيول شي”

“ښايي کېف په څو ساعتونو کې د روسيې ځواکونو له لوري ونيول شي”

فاکس نيوز خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د اوکراين پلازمېنې کېف ښار په ټولو څڼدو کې کمين نيول او په تمه دي چې پر دغه ښار د عملياتو پيلولو امر ترلاسه کړي.

د فاکس نيوز د راپور له مخې، د کېف دې محاصرې ته په پام سره داسې اټکل کېږي چې ښايي دغه ښار د روسي ځواکونو له لوري په راتلونکو څو ۴۸ او يا ۷۲ ساعتونو کې د يو لړ جګړې په ترڅ کې په بشپر ډول ونيول شي.

له دې وړاندې په واشنګټن کې د جګړې څېړلو په نوم يوه څېړنيز مرکز خبر ورکړی وکړی و، چې روسي سرتېرې کېف د ننه کېدو لپاره اکمالاتو او دغه راز د نظم خوندي‌تابه په موخه ملاتړو ځواکونو ته اړتيا لري.

د دې مرکز په وينا، له همدې کبله ده چې روسي ځواکونه کېف ته په ننوتلو کې له احتياط او دقت کار اخلي. تر اوسه اوکرايني چارواکو پلازمېنې کېف ته د روسي ځواکونو د ننه کېدو احتمال په اړه څه نه دي ويلي؛ خو له څو ورځو راهيسې د دغه ښار څنډو کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...