Home » افغانستان » ډيبورا لاينز: که افغانستان کې پر لنډمهالي حکومت هوکړه شوې وی، لاسته راوړنې به خوندي وې

ډيبورا لاينز: که افغانستان کې پر لنډمهالي حکومت هوکړه شوې وی، لاسته راوړنې به خوندي وې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورا لاينز چې د ماموريت دوره يې پای ته رسېدلې وايي، چې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وړاندې پر يوه لنډمهالي حکومت هوکړې ته اړتيا وه.

نوموړې له افغانانو سره د خدای په موخه يوه خپره کړې وينا کې ويلي، چې د جمهوريت او طالبانو ترمنځ د یوه موقت حکومت په اړه يوې داسې موافقې چې دغه ډله هم په کې شامل وای، کولی شول چې پر ټول‌شموليت سربېره د بشري، مدني، سیاسي او د ښځو حقونو په برخه کې شته لاسته راوړنې خوندي کړي.

لاينز زياته کړې، هغه مهال چې د جمهوري نظام سقوط ورځ تر بلې حتمي شو او د نوموړې په خبره ډېريو سفارتونو له افغانستان څخه د خپلو کارکونکو پر ایستلو پیل وکړ، یوناما او د ملګرو ملتونو سازمان پریکړه وکړه چې په دې هېواد کې پاتې شي او خپلو چارو ته دوام ورکړي.

نوموړې زياته کړې چې په دغسې ستونزمن حالت کې واک ته د طالبانو رسېدو په افغانستان کې نوې ستونزې وزېږولې. لايزنه زياته کړې، چې هغه مهال  تر ټولو سم‌لاسي ستونزه راتلونکی ژمی او د ملیونونه افغانانو جدي زیانمنتیا وه چې وار له مخې د کلونو او وچکالۍ له امله د خوړو له نه خونديتوب سره مخامخ وو.

ميرمن لاينزي ويلي، چې پر دې ستونزو سربېره د نړیوال مالي ملاتړ لغوه کیدو سم‌لاسي کار ته اړتیا لرله څو په خبره يې د بانکوالۍ په سکټور کې د نغدو پیسو د نشتوالي رامنځته شوی ناورين حل کړي. ډيبورا لاينز ويلي، چې د ملګرو ملتونو او همکارانو په هڅو سره يې وکولی شول چې د نغدو پیسو په واردولو سره بشردوستانه چارې سر ته ورسوي او په پایله کې يې نږدې ۲۰ ملیون خلک مرستې ترلاسه کړې او په دې توګه  اقتصاد په داسې حال کې چې خورا کمزوری و، په بشپړ ډول سقوط ونه کړ.

نوموړې تائيدوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت له پيل تر دې مهاله ځینې بریاوې او ناکامۍ درلودې؛ خو زياتوي چې په افغانستان کې پاتې کېدل او د ماموريت دوام يې اخلاقي مسووليت دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...