د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس له رغېدو وروسته فلوریډا ته د ټاکنیزې غونډې په موخه تللی، امریکايي رسنۍ وايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېر ته ټاکنیز فعالیتونه بیا پیل کړ.
د بهرني رسنیو په حواله د ولسمشر ټرمپ ځانګړی ډاکټر وايي د ټرمپ کرونا ټیسټ په پرلپسې توګه منفي ښودل شوی او کولای شي چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.
د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ پلان لري چې له فلوریډا څخه وروسته د پنسیلوانیا او مشیګان په څېر دریو حساسو ایالتونو ته هم راتلونکو څلورو ورځو کې لاړ شي.
ټرمپ او سیال يي جوبایډن هڅه کوي چې د فلوریډا په څېر ایالاتونو رايي خپلې کړي.
نظر پوښتنې ښيي چې بایډن له ولسمشر ټرمپ لس نمرې مخته دی، خو په حساسو ایالتونو کې دا توپیر ۳،۷ سلنه دی.
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ اول ځل وویل، چې په کرونا وېروس اخته شوی دی.
په همغه ورځ د واشنګټن څنډه کې والټر ریډ پوځي روغتون ته ولېږدول او درې ورځې وروسته ترې سپینې ماڼۍ ته ستون شو.