Home » سیمه او نړی » ډونالډ ټرمپ: که ټاکنې وبایلم نو پایله نه منم
رویداد خبري آژانس

ډونالډ ټرمپ: که ټاکنې وبایلم نو پایله نه منم

ډونالډ ټرمپ که ټاکنې وبایلم، نو پایله نه منم او محکمې ته مراجعه کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که د راتلونکو ټاکنو پایلې یې په زیان وې نو نه یې مني او د امریکا سترې محکمې ته به مراجعه کوي.

د کابل په وخت نن سهار شپږ بجې د امریکا په اوهایو کې د دوو مخکښو نوماندانو جوبایډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټاکنیزه مناظره وشوه.

دا په امریکا کې د مخکښو نوماندانو ترمنځ لومړنۍ مناظره وه چې له سپکو سپورو او یو بل ته له سپکاوي کولو ډکه وه.

په مناظره کې تر ډېره د امریکا داخلي مسایل مطرح وو او پر نړیوالو مسایلو بحث و نه شو.

ټرمپ وویل دیموکراتان په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ پلان لري نو له همدې امله به هغه پایلې و نه مني چې دده پر زیان وي.

جوبایډن بیا وویل چې ټرمپ هسې خلک له ټاکنو زړه توري کوي او له ولس یې وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د ټرمپ حکومت ته د پای ټکی کېږدي.

بلخوا ټرمپ بیا د جوبایډن زوی له روسیې سره په اړیکه لرلو تورن کړ، خو بایډن یې په مقابل کې وویل، چې ټرمپ د پوتین د لاس روزل شوی سپی دی او د هغه فرمایشات عملي کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...