Home » سیمه او نړی » ډونالډ ټرمپ بیا ځلې پخواني ټویټر اوسني ایکس شبکې ته راستون شو

ډونالډ ټرمپ بیا ځلې پخواني ټویټر اوسني ایکس شبکې ته راستون شو

ټرمپ تازه له دوه نیمو کلونو وروسته یو وار بیا ایکس شبکې ته چې پخوا ټوېتر نومېده راستون شوی.

هغه په خپل اولني بیان کې د خپل عکس په خپرولو سره لیکلي: «د ټاکنو مداخلې، هېڅکله مه تسلیمیږه!»

دا د ډونالډ ټرمپ لومړنی پوست دی، چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري له ۸ نیټې څخه یې وروسته کوي.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ همدا عکس په زندان کې هغه ته د تورونو د بیانولو پر وخت اخیستل شوی.

په جورجیا کې په ټرمپ باندې دعوه شوې چې د ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره یې هڅه کړې ده.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جورجیا د اتلانتا په فولټن زندان د ۲ لکه ډالرو د ضمانت په وثیقې ازاد شو.

ټرمپ د تورونو د اورېدو لپاره زندان ته ورغلی و.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند هم دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...