Home » افغانستان » ډنډې پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده

ډنډې پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده

د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه له وړمې شپې راهيسې پيل شوې او تر نن دوشنبې د (لړم ۳۰مې) دوام لري.

په ډنډه پټان کې ځايي سرچينو رويداد خبري اژانس ته تائيد کړه، چې نن له سهار راهيسې د دواړو لوريو ترمنځ د درنو وسلو ډزې هم تبادله کېږي.

د جګړې ټپيان د څمکنيو ولسوالۍ روغتون لېږدول شوي او مسوولانو يې تائيد کړې، چې له يادې جګړې څخه ۴ تنه ټپيان وړل شوي دي. د دوی د مالوماتو له مخې، په ټپيانو کې ۲تنه نظاميان او ۲ ملکيان شامل دي.

تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. بل خو ا  له کرښې پورې غاړه د کرمې ايجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له جګړې څخه د پاړه چنار روغتون ته د يوه پوځي مړی او ۹ ټپيان وروړل شوي دي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، په ټپيانو کې ۷تنه پوځيان، يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت يوه وزير ساجد طوري په دې اړه غبرګون کې دا پېښه غندلې ته او زياته کړې يې ده، چې د خرلڅيوـ پټان اړوند ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ملکي سيمو په نښه کول د غندلو وړ عمل دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...