د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن په يوه سودګريز مرکز کې يوه کس چې وسله ورسره وه پر خلکو ډزې کړي. د ډزو په ترڅ کې ۳ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
په کوپنهاګن کې د پوليسو مشر سويرين توماسن ويلي، چې بريد د يوه ۲۲ کلن ډنمارکي وګړي له لوري شوی او داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې له نوموړي پرته دې نور کسان هم په بريد کې ښکېل وي.
نوموړي ويلي، که څه د بريد انګېزه لا هم نه په ډاګه شوې؛ خو دا احتمال هم شته چې ښايي ياد بريد ترهګريزه رېښه ولري. توماسن زياته کړې، چې د ۳ کسانو پر وژل کېدو سربېره د ۳ نورو ټپي شوو کسانو روغتيايي وضعيت هم د اندېښنې وړ دی.
له دې سره د ډنمارک لومړۍ وزيرې مېټ فرېډرکس پر خلکو دا بريد ظالمانه بللی او ويلي يې دي، چې په دغسې ستونزمن وخت کې به د ډنمارک خلک د يووالي پياوړتيا ته وهڅوي.