Home » افغانستان » ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه

ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (UN_STFA) اعلان وکړ چې ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې چې دا مرسته د ښځو د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون او د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه شوې ده.

همدارنګه د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو ادارې (ECHO) په افغانستان کې د بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره ۱۵۰ میلیونه یورو بشري مرسته ځانګړې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام نن (سه شنبه د غبرګولې ۲۲مه) ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د رسولو لپاره په عاجله توګه ۶۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...