Home » افغانستان » ډنمارک: د سپټمبر له ۱۸مې وروسته تمديد شوي افغان پاسپورټونه په رسميت نه ‌پېژني

ډنمارک: د سپټمبر له ۱۸مې وروسته تمديد شوي افغان پاسپورټونه په رسميت نه ‌پېژني

د ډنمارک د کډوالو چارو ادارې پرېکړه کړې او ویلي یې دي، د هغه افغانانو پاسپورټونه به نور په رسمیت ونه پېژني چې د روان ۲۰۲۴م کال دسپټمبر میاشتې له ۱۸مې وروسته تمدید شوي دي.

یادې ادارې دغه راز غوښتنه کړې هغه افغان کډوال چې دغه پاسپورټونه لري او ډنمارک ورته پناه ورکړې مجبور دي، چې نوي افغاني پاسپورټونه واخلي.

د راپورونو له مخې هغه افغانان چې اوسمهال په ډنمارک کې اوسېږي کولای شي د نویو پاسپورټونو لپاره افغانستان ته لاړ شي او په دې برخه کې ستونزه نه لري، خو هغه افغانان چې ډنمارک ورته سیاسي پناوې ورکړې کولای شي د دې هېواد سیاسي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده د ا.ا له دې وړاندې ویلي و، چې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته چې ورسره اړیکي لري، د نورو سفارتونو او قونسلګریو له‌ خوا د پاسپورټونو د تمدید او نورو سندونو په ګډون د دوی له ‌خوا ترسره کېدونکي خدمتونه ورته رسمیت نه ‌لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...