د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په ډایکندي کې ۲۰ مېرمنې د قابله ګۍ له دوه کلنې دورې څخه فارغې شوې دي.
دغه ښوونیز پروګرام د اروپايي ټولنې په ملاتړ د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او “د وطن د ټولنیزو او تخنیکي خدمتونو” انسټیټیوټ لخوا اداره کېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن (سه شنبې، د لړم ۱۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې د دې پروګرام موخه د میندو او ماشومانو د مړینې له لوړې کچې سره مبارزه ده.
دې ادارې زیاته کړې، چې د نورو ښځو لپاره د روزنې یو بل پروګرام پیل شوی دی.
د ښځو پر زده کړو د بندیز په دوام افغانستان د ښځینه روغتیايي پرسونل د کمښت له بحران سره مخ کېږي. اوسمهال هم روغتیايي مرکزونه د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.