د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى راشد خان وستايه او د هغه په نوي ريکارډ جوړولو يې ټولو هېوادوالو ته مبارکي هم وويله.
راشد خان چې لومړنى توپ اچونکى شو چې په شل اوريزو سياليو کې يې په کم عمر او کمو لوبو کې ٣٠٠ ويکټې ترلاسه کړې. دا ويکټې نوموړي په تجارتي سياليو او نورو شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړې دي.
هغه تېره ورځ په کارابين پريمئير ليګ کې د محمد نبي ويکټ ترلاسه کړه او د ٣٠٠ ويکټو هدف يې پوره کړ، چې يو نوى ريکارډ يې په خپل نوم کړ.
د نورو خلکو تر څنګ د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم راشد خان په دې ريکارډ جوړولو سره وستايه.
ډاکټر عبدالله ليکلي: ((د راشد خان نوى ريکارډ دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي. راشد خان وتوانيد چې د نړۍ د کم عمره لوبغاړي په توګه په شل اوريزه لوبو کې درې سوه ويکټې واخلي. زموږ اتلان دې ژوندي وي.))
راشد خان له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه بېرته مننه هم وکړه او د هغه کړى پوسټ يې له خپل اکاونټ څخه هم خپور کړ.
راشد خان په ياد پوسټ کې ليکلي: ((ډېره ډېره مننه جناب رييس صېب چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي هڅوئ. کور مو ودان. زموږ د ټولو هدف دا دى چې د ګران وطن ښکلى بېرغ په نړۍ کې ورپوو او وطن ته وياړونه راوړو.))
د يادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال د کارابين پريمئير ليګ کې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې لپاره لوبېږي. له يادو سياليو وروسته به کابل ته راځي او دلته به په شپږيزه کرکټ ليګ کې لوبېږي، چې هغه د بند امير ښامارانو لوبډلې سره دى. همدا راز له هغه وروسته به متحده عربي اماراتو ته ځي او هلته به په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره هم لوبېږي.