Home » افغانستان » چین یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ

چین یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د یوې خبرې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو سربېره له سرپرست حکومت غواړي، چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

چین کانګ د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې منځلاری سیاست خپل کړي او له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې وساتي.

خو سرپرست حکومت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونه ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی.

تر دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له ځينو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې مسکو د افغانستان له سرپرست حکومته تمه لري، چې داسې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي چې ټولې سیاسي او قومي ډلې پکې ګډون ولري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...