د چین حکومت اعلان کړه چې غواړي د جنوبي اسیا له هېوادونو سره د کرونا ویروس واکسین مرسته وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي پرون سې شنبې (د غویي ۷مه نېټه) وویل هېواد یې چمتو دی چې د جَنوبي اسیا هېوادونو ته د سیمهییزې راکړې ورکړې د غښتلتیا د ساتلو په هدف د کرونا ویروس واکسین ورکړي.
په همدې هدف د سې شنبې په ورځ د چین، افغانستان، بنګلهدېش، نیپال، پاکستان او سریلانکا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه انلاین غونډه کې سره خبرې هم کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي د بېړنیو مرستو د یوې زېرمې د جوړولو وړاندیز یې هم کړی دی.
له دې مخکې هم چین له افغانستان او پاکستان سره د واکسین د مرستې اعلان کړی و.
چین له ټولو خو په تېره بیا هندوستان سره د مرستو ډاډ ورکړی.
د جَنوبي اسیا په هېوادونو کې د هندوستان وضعه ښه نهده.
هلته دا وروستۍ څو ورځې په اوسط ډول درې نیم لکه کسان په کرونا اخته کېږي.
په هند کې د ټولټال مثبتو پېښو شمېر له ۱۷ ملیون او ۶ لکو اوښتی چې له ډلې یې ۱۹۸ زره کسان مړه شوي.