Home » افغانستان » چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

د چین او پاکستان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د چين او پاکستان مشرانو د غبرګولې اتلسمه په بېجينګ کې سره وکتل.

د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې چین او پاکستان د افغانستان په اړه د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.

د چین سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې چین او پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دې هېواد له خاورې د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره د کارونې مخه ونیسي.

تر اوسه ا.ا د دې څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى، خو تر دې وړاندې يې ويلي چې هېڅ هېواد له افغانستان څخه نه ګواښل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...