Home » سیمه او نړی » چين کې د ټرافيکي پېښې له امله ۲۷ کسان مړه شوي

چين کې د ټرافيکي پېښې له امله ۲۷ کسان مړه شوي

په چين کې نن يک‌شنبه د (وږي په ۲۷مه) د مسافر وړونکي بس د چپ کېدو په پېښه کې ۲۷تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

دغه ټرافيکي پېښه د چين سوېل ختيځ ګويژو ولايت په يوه غرنۍ او ځنګلي سيمه کې رامنځته شوې ده. د ځايي پوليسو له لوري په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په نوموړي بس کې ټول‌ټال ۴۷ تنه سپاره او له سړک لاندې پرېوتی دی.

پوليسو که څه نور جزيات نه دي ورکړي؛ خو زياته کړې يې ده چې پر ۲۷ مړو شوو کسانو سربېره يې ۲۰ تنه ټپيان هم روغتون ته لېږدولي دي.

چينايي چارواکو نننۍ پېښه په روان کال کې تر ټولو لويه ټرافيکي پېښه بللې ده. له دې سره په خواله رسنيو کې پر حکومت نيوکې شوي چې ولې يې د لويو لارو په بندولو سره مسافر اړ کړي څو په غرونو کې پر دغه تېره شوې لار سفر وکړي؟

دوی ټينګار کړی چې د حکومت دې دغه پېښه ښه وڅېړي او د څېړنو په پايله کې دې ګرمو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...