ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغاني محصولاتو د معرفي کولو يو نندارتون د چين په پلازمېنه بېجينګ کې دايېر شي.
په چين کې د افغانستان سفير جاوېد احمد قايم په دې اړه خپل ټوېټر ليکلي، دا نندارتون چې افغان بازار نومول شوی، ټاکل شوې د روانې جون مياشتې په ۲۳مه دايېر شي په کې به د افغانستان بېلابېل ډول محصولات نندارې ته وړاندې شي.
دغه نندارتون چې هدف يې د چين خلکو او سوداګرو ته د افغاني توکو ور پېژندل دي، د سوداګرۍ لپاره ګټور بلل شوی او له مخې به يې چينايي سوداګر د افغاني توکو پيرولو ته وهڅېږي.
په ورته وخت کې افغان چارواکو ويلي چې د سيمې هېوادونو په ګډون يې داسې هڅې هم پيل کړي چې اروپايي پانګوال او سوداګر له افغانستان سره د سوداګرۍ پيلولو او دغه راز په افغانستان کې دننه پانګونې ته راجلب کړي.
افغان سوداګر په چين کې د افغاني توکو نندارتون کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې په برخه کې مهم او ګټور بولي او ټينګار کوي چې له ورته تګلارو په ګټنې بايد کورنيو توليداتو ته په بهرنيو مارکېټونو کې د پير ښه زمينه برابره شي.