Home » سیمه او نړی » چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا رياست په غاړه واخيست

چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا رياست په غاړه واخيست

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د دې سازمان د امنيت شورا مشري چين ته ورکړل شوې او د يوې مياشتې لپاره به د يادې شورا رياست په غاړه ولري.

ملګرو ملتونو نن دوشنبه د (زمري په ۱۰مه) په خپل ټوېټر کې ويلي، چې چين به د امنيت شورا د مشرۍ مسووليت د روانې اګسټ له پيل څخه په غاړه واخلي.

نوموړی هېواد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه يوازې د روانې اګسټ مياشتې لپاره د يادې شورا رياست ته غوره شوی دی.

له دې وړاندې ناورې، روسيې، عربي متحده اماراتو، برېتانيې، امريکا او البانيا هم روان کال د يوې- يوې مياشتې لپاره د ملګرو ملتونو دامنيت شورا مشري کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...