چين اعلان کړی چې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه نېټه) به درې ستور مزلي د يوې ځانګړې دندې د ترسره کولو په موخه خپل هوايي مرکز ته ولېږي.
چينايي چارواکو زياته کړې چې د ستورمزلو دې ۳ کسيزې ډلې سفر به تر درېيو مياشتو دوام وکړي او دنده به يې دا وي چې د تېنګانګ په نوم د چين په هوايي مرکز کې اړين وسايل نصب کړي.
د چين ستورمزلو د انجنيرې ټيم له لوري په ياد هوايي مرکز کې د وسايلو نصبول، د نوموړي مرکز د کارونو بشپړولو مهم پړاو بلل شوی.
ټاکل شوې د چين تېګانګ هوايي مرکز د جوړولو چارې تر راتلونکي ۲۰۲۲ زېږديز کال پورې بشپړې او عملا له دې مرکز ګټه اخېستل پېل کړي.