د چين بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، که د امريکا استازو جرګې مشره نانسې پلوسې تايوان ته سفر وکړي، دا به د چين په کورنيو چارو کې د ښکاره مداخلې په مانا وي.
د نوموړي وزارت وياند ژو ليجيان په دې اړه ويلي، چې تايوان ته د پلوسې سفر په جدي توګه د چين د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د نقض په توګه تلقي کېدای شي او کولی شي، چې د تايوان سولې او ثبات ته زيان ورسوي او ورسره به د امريکا او چين اړيکې هم کمزوري شي.
نوموړي زياته کړې، چې د نانسې پلوسې سفر به يوه ناسم حالت او ناسمو پايلو ته وضعيت سوق کړي او په خبره يې ښه دا ده، چې نوموړي له خپل دې سفر تېره شي.
روېټرز خبري اژانس د سرچينو په حواله ويلي، چې پلوسې د سېشنبې شپه په تايوان کې تېرول غوښتل؛ خو د تايوان بهرنيو چارو وزير بيا وايي، چې دې هېواد ته د پلوسې د سفر پلان په اړه هېڅ نظر نه لري.
په ورته وخت کې روېټرز ته سرچينو زياته کړې، چې امريکا خپل ځيني متحدان هم تايوان ته د نانسې پلوسې د سفر په اړه په جريان کې کړي دي.
سرچينو ويلي، پلوسې به په تايوان کې د فعالانو له هغې ډلې سره وګوري، چې د چين له لوري د بشري حقونو پر نقض نيوکې کوي او په خبره يې ډېر احتمال دا دی، چې دغه ليدنه د چهارشنبې په ورځ وشي.
پلوسې پرون دوشنبه سينګاپور ته په رسېدو سره اسيايي هېوادونو ته سفر پيل کړ او ډېر احتمال شته چې د چين له اخطارونو سره سره تايوان ته هم سر ورښکاره کړي.