د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف چين ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې نن چهارشنبه د (لړم په ۱۱مه) له ولسمشر شي جنګ پينګ سره ليدلي دي.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو د بيجينګ او اسلاماباد ترمنځ د سټراټيژيکې ملګرتيا د پياوړتيا پر لارو چارو خبرې کړي او په مختلفو برخو کې يې د همکاريو پر زياتولو هوکړه کړې ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، شهباز شريف او شي جينګ پينګ په نننۍ ليدنه کې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي کورېډور پر مسئله هم خبرې کړي. په دې اړه خپرو شوو راپورونو کې ويل شوي، دواړو مشرانو هوکړه کړې چې يادې لويې پروژې ته دې په دوه اړخيزه توګه ځانګړې پاملرنه وشي.
په همدې حال کې د چين ولسمشر بيا هيله څرګنده کړې، چې د پاکستان حکومت دې چينايي پانګوالو ته په دې هېواد د پانګونې په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم په پاکستان کې د چينايي پانګوالو له لوري پانګونې لپاره د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه ډاډ ورکړی دی. په چين کې له هغه وروسته چې د کمونيست ګوند کنګرې شي جينګ پينګ يو وار بيا د دې ګوند د منشي او د چين ولسمشر په توګه