چينايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعيت په کتو به، د چين له لوري افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې د راتلونکي لپاره هم دوام ولري.
د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينګبېنګ نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) ويلي، چين او افغانستان په سيمه کې د ګاونډيانو ترڅنګ ملګري هېوادونه هم دي او يادې بېړنۍ بشري مرستې به له افغانانو د ملاتړ په موخه دوامداره وساتل شي.
نوموړي زياته کړې چې چين به له افغانستان سره په رغنيزه او قتصادي پراختيا کې تر خپلې وسې پورې همکارۍ ته دوام ورکړي.
چين له دې وړاندې په تېر اکټوبر کې اعلان کړی و چې له افغانستان سره به د ۳۰ ميليون ډالرو په اندازه بېړنۍ بشري مرستې وکړي، څو په افغانستان کې روان بشري ناورين مهار شي.