Home » سیمه او نړی » ” چاودنې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې”

” چاودنې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې”

په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

يوې پوځي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه د پرون دوشنبه د (مرغومي په ۱۳مه) د شمالي وزيرستان د سپين وام اړوند په مده خېلو کلي کې شوې ده.

د سرچينې په خبره، چاودنه په سړک کې د ښخ شوي ماين په وسيله هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني پوځيانو د موټرو کاروان له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

دې سرچينې په ياده چاودنه کې يوازې د دوو پاکستاني پوځيانو د ټپي کېدو خبر تائيد کړی دی؛ خو ځايي اوسېدونکي وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او له پېښې څو شېبې وروسته يې د ګڼو پاکستاني پوځيانو جنازې د لېږدولو پرمهال ليدلي دي.

تحريک طالبانو پاکستان بيا د يادې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستی او دې ډلې هم په دې اړه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په ياده چاودنه کې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...