Home » افغانستان » چارواکي: کابل کې د هوا ککړتيا مخنيوي لپاره سلګونه لوړې ودانۍ او حمامونه کنټرول شوي

چارواکي: کابل کې د هوا ککړتيا مخنيوي لپاره سلګونه لوړې ودانۍ او حمامونه کنټرول شوي

په دې وروستيو کې د کابل ښار د هوا ککړتيا له امله د ښاريانو شکايتونه زيات شوي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د يادې ککړتيا مخنيوي لپاره يې جدي هڅې پيل کړې دي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي تازه په خپله ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، په څه د پاسه درې اوونيو کې توانېدلي څو ۵سوه لوړې ودانۍ او سلګونه حمامونه چې د سون توکو د سوځولو پرمهال يې پرېمانه لوګی کاوه، کنټرول کړي.

نوموړي زياته کړې چې د اړوند ادارو له لوري د کابل ښار د هوا ککړتيا مخنيوي په موخه، د لوګي د کټرول جدي هڅې روانې دي او په دې برخه کې به د خلکو شکايتونو ته لازمه رسېدنه وشي.

اسلامي امارت داسې مهال په کابل کې د هوا ککړتيا د مخنيو په موخه د هڅو له دوام خبر ورکوي، چې په وروستيو کې د دغه ښار هوا د تېر په پرتله په مراتبو ککړه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...