Home » افغانستان » چارواکي:په لغمان کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

چارواکي:په لغمان کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولایت چارواکو پدې ولایت کې د ۶۱ طالب وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.


د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي نن یکشنبه د نومبر۲۹ ( لېنډۍ ۹) په دوو جلاجلا تازه اعلامیو کې چې رسنیو یې ته استولې لیکلي چې دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو پرمهال د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو د مسوول او ۵ مهمو قومندانانو په ګډون ۴۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د والي ویاند په لغمان کې د لومړۍ پلې لیوا قومندان برید جنرال زلمي نبرد له قوله لیکلي:” تېره ورځ ناوخته دولت شاه او د الیشنګ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ملي اردو په مشرۍ روانو محاربوي عملیاتو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پرمهال یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول قاري همت او پنځو نورو مهمو قومندانانو(حلیم،طوفان،قدرت، مالک، منیب) په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي او ۱۷ نور یې سخت ټپیان شوي دي.”

رویداد خبري آژانس


اعلامیه زیاتوي، چې پدې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو وسله والو طالبانو بیا د دغې مرګ ژوبلې په اړه تبصره نه ده کړې.


بل لوري ته د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د لغمان مرکز اړوند په بدیع الاباد سیمه کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


په خبرپاڼه کې راغلي:” تېره ورځ ناوخته د ملي امنیت ځانګړي ۰۲ ځواکونو د لغمان مرکز اړوند بدیع الاباد په سیمه کې عملیات لرل چې د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخ شوي او پرمهال یې نښته رامنځته شوې، په دغې نښته کې د وسله والو طالبانو ۳ مهم غړي وژل شوي او ۴ نور یې سخت ټپیان شوي.”


دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په کړپۍ په سیمه کې د مولوي حق مل په نوم د وسله والو طالبانو ځای قومندان له خپلو ۷ نورو ملګرو سره د سړک غاړې ماین ځای پرځای کولو چې هوایي برید پرې شوی په خپله مولوي حق مل په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...