Home » افغانستان » چارواکي: په بدخشان کې ۲۰تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: په بدخشان کې ۲۰تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له څلور ورځو نښتې وروسته ، نن سهار  د کران او منجان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو لخوا په بشپړه توګه نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو څلور ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ یې بریدونه  پیل کړ،چې څو کلي یې ونیول.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني وویل چې طالبانو تیره پنجشنبه په کرن او منجان برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د روحاني په وینا:” طالبان د درنو تلفاتو سره له څلورو ورځو جګړې وروسته بیرته شړل شوي ، او امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې په بشپړ ډول له طالبانو دا ولسوالي پاک کړي.”

روحاني زیاته کړه چې د دې بریدونو په پایله کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي،او ۱۱تنه نورتپیان شوي او همدا راز دوه تنه نور طالبان  یې ژوندي نیولي دي

په ورته مهال د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ویلي  چې په دې نښته کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کران او منجان د بدخشان ولایت یو له مهمو  ولسوالیو څخه دي  او د لاجورد کان په دې ولسوالۍ کې موقعیت لري.

دغه ولسوالۍ تېرکال هم د طالبانو په لاس کې لوېدلې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...