Home » افغانستان » چارواکي: پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ولایت ۲۹ توغندي راوارکړي
رویداد خبري آژانس
کونړ ولایت

چارواکي: پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ولایت ۲۹ توغندي راوارکړي

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي،د پاکستان له خاورې  یو ځل بیا د دغه ولایت پر شلتن ولسوالۍ ۲۹ توغندي را تغولي  دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن دوشنبه جولای۲۰(چنګاښ۳۰) یوې رسنۍ ته وویل چې له پرون ورځې راهیسې د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د کونړ شلتن ولسوالۍ په چوګام او نورو سیمو ۲۹ توغندي ویشتل شوي دي.

نوموړی وايي، توغندي په شاړو ځمکو لګېدلي او د سر زیان یې نه دی اړولی.

د افغان چارواکو د معلوماتو په اساس پاکستاني ملېشو د تیرې جمعې په ورځ د کونړ د مرکز اسعد اباد په ګډون د مرورې او سرکاڼو ولسوالیو پر ځینو سمو هم راکټي بریدونه کړي و.

 څو ورخې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغو بریدونو کې ۸ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې وه چې د یو بېړني دیپلوماتیک اقدام په ترڅ کې پر کونړ ولایت د پاکستان راکټي بریدونه بند شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې شنبې په ورځ ویلي و چې د یادو راکټي بریدونو په اړه اندېښنه یې په کابل کې د پاکستان سفارت او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پرون یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی څېړنو له مخې د کونړ پر مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ پر ځينو سیمو د پاکستاني ځواکونو د توپچي (هاوان)۱۲ مرمۍ لګېدلو له کبله ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي

 یاد  کمېسیون ویلي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو لخوا د راکټونو راویشتل غندلي او په دې اړه یې د اندېښنې په ښودلو له افغان حکومت څخه د جدي اقدماتو غوښتنه کړې ده.

یاد کمېسیون ویلي چې تیر کال هم پر کونړ د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي و.

پاکستاني چارواکو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...