Home » افغانستان » چارواکي: له پاکستاني پلاوي سره پر سوداګرۍ او دوه اړخيزه اړيکو خبرې شوي

چارواکي: له پاکستاني پلاوي سره پر سوداګرۍ او دوه اړخيزه اړيکو خبرې شوي

چارواکي وايي چې د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په مشرۍ د دغه هېواد له پلاوي سره يې د افغانستان او پاکستان پر ګډو مسايلو خبرې کړي دي.

د دوی په خبره، معيد يوسف تر دې مهال د رئيس‌الوزرا له دويم مرستيال عبدالسلام حنفي او دغه راز د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره لېدلي دي. د چارواکو په خبره په دې لېدنه کې د افغانستا او پاکستان د سوداګرۍ پر وضعيت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا خبرې شوي دي.

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت ځواکونو د ډيورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن سيم د غځولو مخنيوی کړی، اسلامي امارت موده وړاندې ويلي و چې ښايي معيد په دې اړه هم له افغان لوري سره بحث وکړي؛ خو د پرونيو لېدنو په اړه په خپرو شويو مالوماتو کې په دې اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

بل خوا په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان په خپل ټوېټر کې ويلي، چې معيد يوسف به د طالبانو له يو شمېر نورو چارواکو سره هم لېدنې ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...