چارواکي وايي لغمان کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک، ویالو او استنادي دیوالونو ستره پروژه تر بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د (۱۲۳۰) متره په طول سړک او د سړک د غاړو ویالو، د (۸۵۰) متره استنادي دیوال، د (۶۷۰) متره احاطوي پروژه چې د کابل جلال اباد د هډې هموارکاري هم په کې شامله ده
نن یکشنبه د سپتمبر ۱۳(وږي ۲۳)د مهترلام ښاروالۍ له لوري ده زیارت اړوند د شګۍ قلع په سیمه کې د شپږو میاشتو په موده کې د ختیځ نیازي شرکت په مرسته تر جوړېدو وروسته، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، او د یاد ولایت شمېر حکومتي مسؤولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي د یاد سړک، ویالو او استنادي دیوالونو دلومړي پړاو په اړه د مراسمو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او په دغه سیمه کې یې د سړک، ویالو استنادي دیوالونو او د معیاري هډې جوړېدو په اهمیت خبرې وکړې.
الکوزي وویل، د کابل ـ جلال اباد د هډې معیاري کمپلکس سترې رغنیزې پروژې چارې په ۴۰ جریبه ځمکه کې روانې دي چې درې فیزونه (پړاوونه) لري، چې د فیزونو (پړاوونو) له جملې یې د سړک، استنادي دیوالونو او ویالو لومړي پړاو سره به د سیمې ستونزه تر ډیره حل شي او د یادې سیمې ولسونه به د سیلابونو او نورو ستونزو څخه وژغورل شي.