Home » اقتصادی » چارواکي: سږکال په ننګرهار کې د مالټو حاصل ۱۹ سوه ټنه اټکل شوی

چارواکي: سږکال په ننګرهار کې د مالټو حاصل ۱۹ سوه ټنه اټکل شوی

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي بټي کوټ ولسوالۍ د مالټو باغونو حاصل سږکال ۱۹ سوه ټنه اټکل شوی، چې ور سره به له پاکستان څخه د مالټو ورادولو تر ډېره مخنيوی وشي.

د ننګرهار د والي ویاند خوګیاڼي وویل د کانال اړوند په ۶۱۰ هکټاره ځمکه باندې د مالټو باغونه جوړ شوي دي.

نوموړی وايي د حاصلاتو د لا زياتوالي په موخه تازه په ۴۳ هکټاره ځمکه باندې د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې کانال ادارې ته پاملرنه او پر وخت د مالټو باغونو ته د سرې او نورو کيمياوي درملو ورکړه د دې سبب شوي، چې د مالټو حاصلات زيات شي.

ننګرهار کې د مالټو باغونو مخينه څو لسيزو وړاندې ته رسېږي چې يو وخت يې حاصلات نورو هېوادونو ته هم صادريدل.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...