Home » افغانستان » چارواکي: افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ په اړه مهمې پرېکړې شوي

چارواکي: افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ په اړه مهمې پرېکړې شوي

د بهرنيو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې کابل ته د پاکستان سوداګرۍ وزارت د پلاوي په سفر کې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ اړوند پر يو لړ مهمو مسايلو پرېکړې شوي دي.

د نوموړي وزارت د اقتصادي چارو رئيس شفيع اعظم په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ويزو او ورته نورو مسايلو په اړه دا اتمه ناسته ده چې ترسره کېږي.

نوموړي ويلي، د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ په خبرو کې پرېکړه شوې،چې د  ډبرو سکارو قیمت به په خپل حال وي؛ خو د صادراتو او وارداتو په برخو کې به يې بلمثل اسانتیاوې برابرېږي.

د اعظم په خبره د ټرانزيټ په برخه کې نوې پرېکړه دا ده، چې له دې وروسته به پر افغاني محصولاتو د افغانستان بار لارۍ په پېښور او کووټه کې نه تخلیه کېږي او په خبره يې له افغانستان څخه به په مستقيمه توګه د پاکستان ټولو نقطو ته ازاد تګ راتګ کوي. نوموړي ويلي چې دا امتياز په افغانستان کې پاکستاني لاريو ته هم ورکړل شوی دی.

په داسې حال کې چې پاکستان د اپټا تړون د مهمو مواردو په نه مراعتولو سره د افغانستان لاريو ته اجازه نه ورکوله، څو هند ته د توکو وړلو په موخه مستقيم واګې بندر ته لاړې شي؛ خو شفيع اعظم ويلي چې د نوې پرېکړې له مخې افغانستان هند ته د واګې بندر له لارې هم په ازاده توګه هر ډول توکي صادرولی شي.

نوموړي ويلي، چې د تورخم او سپين بولدک بندرونه به له پاکستان سره د صادراتو او وارداتو پر مخ په ۲۴ ساعته ډول فعال وي او د غلام خان، ډنډپټان او خرلاڅي بندرونه به هره ورځ ۱۲ ساعته فعاليت ولري.

د نوو پرېکړو له مخې پاکستان مکلف کړای شوی دی، چې ټولې غیر قانوني اخاذۍ لغوه او په ځوروونکو چیک پواینټونو کې د ځنډ مخنیوي لپاره وسایل او مامورین زیات کړي.

د پاکستان او افغانستان چارواکو ترمنځ د ویزو اخيستو پروسې پر تسهیل هم خبرې شوي او د شفيع اعظم د مالوماتو له مخې، د دې کار لپاره به د افغانستان او پاکستان حکومتونه ګډه کمیټه جوړېږي او په خبره يې د ځانګړي میکانېزم له لارې به د شخصي استازو پرځای دولتي ادارې خلکو ته ویزې ویشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...