Home » افغانستان » چارواکي: افغانستان کې حکومت د نړيوال رسميت معيارونه پوره کړي

چارواکي: افغانستان کې حکومت د نړيوال رسميت معيارونه پوره کړي

د افغانستان چارواکو خبر ورکړی چې دامهال حکومت د نړيوال رسميت په موخه وضعه شوي معيارونه پوره کړي او ژر به د نړيوالو له لوري په رسميت وپېژندل شي.

دا څرګندونې په اسلام‌اباد د افغانستان سفير سردار شکېب احمد پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۲مه) يوې غونډې ته کړې دي. نوموړي زياته کړې، په افغانستان کې حکومت نړيوال معيارونه پوره کړي او وخت يې دی چې د نړيوالو له لوري په رسميت وپېژندل شي.

شکېب د ځينو پوښتنو په ځواب کې ويلي، حکومت د نجونو زده‌کړو ته د شريعت په چوکاټ کې ژمن دی او دغه راز د ترهګرۍ مخنيوي په برخه کې به هم، هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

نوموړي دا هم ويلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي اوس په يوه ښه پړاو کې دي او په خبره يې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سوداګري په مراتبو زياته شوې ده.

شکېب ټينګار کړی چې اوسنی حکومت د افغانستان پر ځان بساينې لپاره هڅې کوي او په همدې موخه له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...