Home » افغانستان » چارواکي: اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د چا پر ضد وکارول شي

چارواکي: اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د چا پر ضد وکارول شي

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هیچا ته د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارېدو ته اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز «عاصم منیر» د بلوچستان ژوب ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني ط ال بانو شتون ته اندېښمن دی.

هغه له سرپرست حکومت څخه غوښتي وو چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او هېڅ وسله‌والې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل بیا په دې اړه ویلي چې د دوی دریځ روښانه دی او هېڅ وسله‌والې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه ویلي، سرپرست حکومت تل ټینګار کړی چې خاوره به یې د هېچا پر ضد نا کارول کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...