Home » افغانستان » چارواکي: فراه کې۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي
رویداد خبري آژانس

چارواکي: فراه کې۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي

وسله‌والو طالبانو تېره شپه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی ۲۰ امنیتي سرتېري یې وژلي او ۱۰ نور یې ژوندي له ځانه سره بېولي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا وکیل ګل احمد فقیري رسنیو ته په خبرو کې وویل، دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د میشتو امنیتي سرتېرو پر پوستو ډله‌ییز برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور طالبانو ژوندي نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات روان دي خو له بله پلوه په هیواد دننه جګړې زور اخیستی او هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ د مرګ‌ژوبلې خبرونه راځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...