Home » افغانستان » څېړنه: لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان د سختې لوږې له امله په بېړني حالت کې دي

څېړنه: لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان د سختې لوږې له امله په بېړني حالت کې دي

د يوې نوې ترسره شوې څېړنې موندنې ښيي، چې د افغانستان د نفوس نيمايي برخه د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي او د خوړو له خونديتوب بې برخې دي.

دغه څېړنه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې، د خوړو نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو له ملاتړ د برخمندو بنسټونو له لورې ترسره شوې، پايلې يې پرون دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) خپرې شوې.

د څېړنې له مخې، په افغانستان کې د خوړو خونديتوب نه موجوديت په شدت سره دوام لري او په دې هېواد کې د اقتصادي سقوط او وچکالۍ له امله ۲۰ ميليونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

د څېړنو په ترڅ کې د ترلاسه شوو موندنو پر بنسټ، دامهال ۶.۶ ميليونه افغانان د سختې لوږې له امله په بېړني حالت کې دي او ۱۳ ميليونه نور بيا که څه هم د لوږې له کرښې لاندې دي؛ خو حالت يې بېړنی نه دی.

د څېړنې په اړه په خپاره شوي راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۳۸ سنله برخه خوراکي مرستو ته اړتيا لري چې د تېرې مارچ او د روانې می مياشتو په منځ کې تشخيص شوي دي.

د راپو پر بنسټ، که څه هم په افغانستان کې د بشري ناورين له پيل سره د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه بنسټونو له لوري له اړمنو افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې شوي؛ خو پر دې سربېره لا هم خلکو د خوړو خونديتوب نه دی ترلاسه کړی.

په راپور کې دا هم راغلي، چې دامهال افغانان سخته لوږه تجربه کوي او اړتيا ده چې د لوږې له کرښې لاندې افغانانو ته د مرستو رسولو لړۍ پراخه او چټکه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...