Home » افغانستان » څېړنه: امريکا په افغانستان کې پر جګړې له ۲ ټريليون ډالرو زياتې پيسې لګولي

څېړنه: امريکا په افغانستان کې پر جګړې له ۲ ټريليون ډالرو زياتې پيسې لګولي

د امريکا براون پوهنتون په يوې تازه ترسره کړې څېړنې په پايله کې ادعا کړې، چې امريکا د ۲۰۰۱ زېږديز کال د سپټمبر له ۱۱مې را په دېخوا او بيا له افغانستان څخه د وتلو تر وروستۍ نيټې پورې، دغلته پر خپلې جګړې له ۲ ټريليون ډالرو زياتې پيسې لګولي دي.

د څېړنې په ترڅ کې موندنو ښودلې، چې د دې جګړې ټول‌ټال لګښت ۲.۲۶ ټريليون ډالر دی او په کې د ۸۰ ميليارد ډالرو په ازرښت د افغانستان د مخکني پوځ او منيتي ځواکونو روزنه او دغه راز د ۸۰۰ ميليارد ډالرو په ارزښت د جګړې مستقيم لګښت هم شامل دی.

براون پوهنتون زياته کړې، چې د محاسبې له مخې په افغانستان کې د امريکا د جګړې ټول لګښت په ورځنۍ توګه ۳۰۰ ميليون ډالر و او په خبره يې دا ورځنی مبلغ که د افغانستان پر نفوسو ووېشل شي، نو هر افغان ته په ورځنۍ توګه ۵۰زره ډالر رسېږي.

د براون پوهنتون په دې څېړنه کې د تېرو ۲۰ کلونو پرمهال د امريکا سرتېرو وژلو ته هم اشاره شوې. د موندنو له مخې، په دې موده کې ټول ۲زره او ۵سوه امريکايي سرتېري او نږدې ۴ زره د امريکا ملکي قرارداديان وژل شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش ادارې يا سيګار ويلي و، چې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې پرمهال د دې هېواد ۶۶زره سرتېري او ۴۸زره ملکيان وژل شوي دي. دې ادارې زياته کړې، چې د وژل کسانو ترڅنګ ۷۵زره ملکيان ټپيان شوي هم دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...