Home » سیمه او نړی » څه باندې ۶۲۵زره فلسطیني ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

څه باندې ۶۲۵زره فلسطیني ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

فلسطیني بې‌ځایه‌شویو ته د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې او کار پیداکولو سازمان (انروا) وایي چې پر غزه د اسراییلو د بریدونو پر دوام هلته څه باندې ۶۲۵زره فلسطیني ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

انروا په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پر غزې د اسراییلو له برید وړاندې د یادو ماشومانو له ډلې څخه ۳۰۰ زرو کسانو د دې سازمان اړوند ښوونځیو کې زده کړې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي ځواکونو په تېرو نهه میاشتو کې د ملګرو ملتونو په اړوند ښوونځیو او روغتونونو هم بریدونه کړي چې په پایله کې یې په زرګونو فلسطیني ماشومان مړه شوي دي.

د د وفا خبري اژانس د راپورونو له مخې، په دې موده کې د ډېرو ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷زره ۷۶۵ فلسطینیان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...