Home » افغانستان » څه باندې ۳۰۰ تنه افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستانه کاناډا ته ولېږدول شول

څه باندې ۳۰۰ تنه افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستانه کاناډا ته ولېږدول شول

د کاناډا د مهاجرت او کډوالۍ وزارت اعلان کړی چې له پاکستان څخه د ۳۳۳ افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي دي.

دې ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد شمېر پناه افغان کډوال پرون جمعه د کب ۱۸مه کلګري ښار ته رسېدلي دي.

د  کاناډا د کډوالۍ د چارو ادارې په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغه پناه غوښتونکي به په نږدې راتلونکي کې د کاناډا په ۳۳ سیمو کې ځای پرځای شي.

د ویلو ده، چې کاناډا په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال د چارټر الوتنو له لارې دغه هېواد ته لېږدولي دي. د کاناډا د کډوالۍ د چارو ادارې د شمیرو له مخې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۴۹زره او ۷۰ افغانان دغه هیواد ته لیږدول شوي دي

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...