د ا.ا د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې درې زره او ۹۴۳ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي او د ثور په اتمه او نهمه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي، چې ۴۵۱ افغان کډوال په زوره له پاکستان څخه ایستل شوي او د ثور په نهمه نېټه د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د سپین بولدک د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له دې لارې د ۳۵۰کسانو په ګډون ۸۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
لخوا د ا.ا د تورخم مسوولینو هم ویلي، چې له دې لارې د ۱۰۱کسانو په ګډون ۱۸ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره ایستل شوې او بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.