د ا.ا کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، په یوه ورځ کې تر زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه په «زور» اېستل شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون (سه شنبه، د ۴ ثور) له پاکستان څخه یو زر او یو تنه افغان کډوال اېستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کډوال چې ۱۹۱ کورنۍ په کې شاملې دي، د سپین بولدک د پولې له لارې هېواد ته دننه شوي دي.
د ا.ا د ګډوالو وزارت زیاته کړې، چې په دې کډوالو کې د دغه هیواد درې خوشي شوي بندیان هم شامل دي.
د ویلو ده، چې پاکستان د اپرېل په ۱۵مه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړ.