Home » افغانستان » څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ؛ د فوټسال ملي لوبډله به نن له ټایلنډ سره مخامخ شي

څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ؛ د فوټسال ملي لوبډله به نن له ټایلنډ سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د نړیوالو څلور اړخیزو لوبو (NSDF) په چوکاټ کې له ټایلنډ سره مخامخ شي.

دا لوبه به نن (د وري۸مه) د کابل پر وخت د مازدیګر ۵ بجې په تایلنډ کې پیل شي.

د روان کال د اسيايي ملتونو د فوټسال جام سياليو ته د دغو لوبډلو د چمتووالي په چوکاټ کې د ټايلنډ، اسټراليا، افغانستان او ماليزيا د فوټسال د لوبډلو په ګډون څلور اړخيزې نړيوالې سيالۍ هم کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د دې سياليو په لومړۍ لوبه کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د ماليزيا له ملي لوبډلې سره مخامخ شوه او دا لوبه په دریو ګولونو مساوي پاى ته ورسېده.

په دویمه لوبه کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله له استرالیا سره مخامخ شوه او دا لوبه د پنځو ګولونو په ترسره کولو سره د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...