د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو د يوې ګډې اعلاميې پر بنسټ له روسيې غوښتي، چې په اوکراين کې د زاپوريژيا په نوم د اروپا له لويې اټومي بټۍ خپل پوځيان وباسي.
په دې اعلاميه کې راغلي، چې هلته د روسي پوځيان د ميشتېدا دوام د اټومي خونديتوب په برخه کې د نړيوالو د ژمنې مخه نيسي.
شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ادعا وکړه، چې روسي ځواکونو د زاپوريژيا پر اتومي بټۍ بريد کړی. د نوموړي دغه ادعا د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ ګڼو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي هغه مهال ويلي و، چې پر زاپوريژيا د روسي ځواکونو بريد د ځان وژنې په مانا دی او په خبره يې دا کار کولی شي چې په ياده سيمه کې انساني ناورين رامنځته کړي.
د روسي ځواکونو د بريد په اړه دا ادعا د اټومي اانرژۍ نړيوالې ادارې غبرګون هم له ځان سره درلود. دې ادارې غوښتنه کړې چې د اټومي برخې نړيوالو متخصصانو ته دې دا زمينه برابره شي، څو په زاپوريژيا اټومي پټۍ کې اروزنې وکړي او دا يقيني کړي چې په راتلونکي کې انسانانو ته ترې خطر نه دی پېښ.
دا اټومي بټۍ پر اوکراين د روسيې د بريد په لومړيو کې د روسي ځواکونو له لوري ونيول شوه؛ خو تر دې مهاله يې فعاليتونه د اوکرايني کارکوونکو له لوري روان ساتل شوي دي.