ځيني افغان سياسون وايي، په افغانستان کې اوسنيو سياسي او اقتصادي شرايطو ته په پام او له دې وضعيت څخه د وتلو په موخه يې د اړتيا پر بنسټ د جمهوري غوښتونکو غير نظامي حرکت رامنځته کړی دی.
د ملي دفاع وزارت پخواني مرستيال شاه محمود مياخېل په يوه خپاره کړي وېډيويي پيغام کې يې د نوموړي حرکت د موجوديت اعلان کړی ويلي، چې د دې حرکت د رامنځته کولو په موخه په افغانستان کې دننه او بهر له مېشتو افغان سياسونو سره مشورې شوي دي.
نوموړي ويلي، دغه حرکت پر درېيو هدفونو استوار دی چې د ولسواکۍ د تحکيمولو لپاره د زمينې برابرول، د اساسي قانون ترتیب او انفاذ او دغه راز د ېوې غير نظامي؛ سياسي مبارزې مخته وړل په کې شامل دي.
مياخېل زياته کړې، چې په افغانستان کې د زور او نفي سياست د دې سبب شوی چې نظامونه سقوط شي او کورنۍ جګړې رامنځته شي. د نوموړي په خبره د دې سياست د مخنيوي په موخه د ولسواکۍ تحکيم ته اړتيا ده.
نوموړي دغه راز د خلکو ټولنيز او سياسي حکومت د تفکيک او تحقق په موخه، د يوه اساسي قانون انفاذ هم مهم بللی او زياته کړې يې ده چې د افغانستان راتلونکي لپاره د برنامې لرلو او د انارشۍ د مخنيوي په موخه، د اساسي قانون موجوديت ته جدي اړتيا ده.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو له دويم ځلي واک ته رسېدو سره، د سياسونو له لوري يو داسې حرکت چې مبارزه يې سياسي وي نه نظامي، رامنځته کېږي.