په کابل کې يو شمېر ځوانانو نن پنجشنبه د (غويي په لومړۍ) له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو د بنديز دوام په غبرګون کې، د رسنيز کنفرانس له لارې خپل اعتراض ترسره او د پرانيستې غوښتنه يې وکړه.
ياد ځوانان ټينګار کوي، که د نجونو د زدهکړو په برخه کې کومه واضېح ستونزه ترسره سترګو کېږي، نو حکومت دې يې له ولس سره شريکه کړي او په خبره يې، ګني له دې ډېر دې د دوی په ټکو د ولس د بچيانو پر برخليک لوبې نه کوي.
يادو ځوانانو له عامو خلک هم غوښتنه وکړه چې د خپلو بچيانو د حقونو اعادې په موخه دې، سره منسجم شي او په ګډه دې د غږ په پورته کولو سره له حکومت حقونه وغواړي.
له دې سره دوی په خپل پرېکړهليک کې د ښځو د کار موضوع ته هم اشاره وکړ او ټينګار يې وکړ، چې حکومت دې ښځو ته د کار اجازې په ورکولو سره د دوی دغه اساسي حق هم پر ځای کړي.
د ښوونيز کال له پيل راهيسې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته لاړې شي. د دوی دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ ده.