Home » اقتصادی » ځايي چارواکي: د هرات د زعفرانو تولید زیات شوی

ځايي چارواکي: د هرات د زعفرانو تولید زیات شوی

 په هرات کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي ، چې د دغه ولايت د زعفرانو تولیدات دوه چنده شوي دي.

د دې ریاست یوه چارواکي بشیر احمد احمدي وویل، چې اوسمهال هره میاشت له درې تر څلورو ټنو زعفران د خصوصي سکتور له لوري اسيايي، اروپايي او نورو هېوادونو ته لیږدول کیږي.

د سوداګرو په وینا، تېر کال په هرات کې له یوه جريب ځمکې څخه تر شل کیلو زعفران ترلاسه کیده، خو سږ کال دغه حاصل تر ۴۰ کیلو پورې رسېدلی.

ویل کیږي، چې په هرات کې یو کیلو زعفران تر ۸۵ زره افغانیو پورې پېرل کېږي.

د افغانستان زعفران، چې یوه لویه برخه ېې په هرات کې تولیدیږي، په نړیوال بازار کې مهم مقام لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...