د راپورونو له مخې د پنجشېر ځايي سندرغاړی موسی شاهین له بنده خوشې شوی دی.
د هغې نږدې خپلوانو رسنیو ته ویلي، چې شاهین له شاوخوا درې میاشتو بند تېرولو وروسته پرون طالبانو خوشې کړی او هغه بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.
چارواکو تر اوسه نهدي ویلي چې، نوموړی یې د څه په خاطر نیولی و.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتيوت رئیس احمد سرمست په خپله فېسبوک پاڼه له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې، د موسی شاهین د خوشې کېدو لپاره یې غږ اوچت کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه هم د مطیعالله ویسا په ګډون یو شمېر مدني او د بشري حقونو فعالان له طالبانو سره بندیان دي.