د هېواد په لوېدیځ هرات کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست لخوا د انټرنېټ کېفې د هغوی په وینا،د ځینو کاروونکو لخوا د غیر اخلاقي ویبپاڼو د کتلو له امله تړل شوې دي.
د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ددې خبر پخلی کړی.
د دې وزات ویاند محمد عاکف مهاجر ویلي چې دا ګام یې د خلکو په غوښتنه پورته کړی دی. د دې وزارت ویاند وویل چې دا یوه لنډمهاله پرېکړه ده.
له دې وړاندې د انټرنېټ کېفو ځینو مالکانو رسنیو ته ویلي وو چې بې له کوم علته ولایتي چارواکو دوی ته د انټرنېټ کېفو د تړلو امر کړی، چې له امله یې له اقتصادی پلوه ډېر اغېزمن شوي دي.
بل لور مهاجر وايي، دوی ته معلومه شوې چې دې کېفې ګانو ته ماشومان او ځینې زلمیان ورتلل، نامناسبې وېبپاڼې یې کتلې چې له کبله یې ”د خلکو د غوښتنو په اساس د اوس لپاره دا پرېکړه شوې ده. ”