پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر میدان وردګو ته تللی
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني میدان وردګو ولایت ته تللی دی.
میدان وردګو ته د جیلاني د سفر موخه د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو او وروستیو سیلاب ځپلو سره لیده کاته بلل شوي دي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې نوموړی به میدان وردګو کې د سیلاب ځپلو وضعیت وارزوي، د مرستې وېشلو بهېر به څاري، له ځپلو شویو سیمو څخه به کتنه کوي او دغه راز به زیانمن شویو ته بشري مرستې ووېشي.

د یادونې ده چې په یاد ولایت کې راوتلیو وروستیو سیلابونو خلکو ته د سر زیان سربېره ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي.