په پېښور کې ځايي چارواکي وايي، چې پرون جمعه د (کب په ۱۳مه) د جمعې لمانځه پرمهال پر خلکو د چاودنې په پېښه کې، د وژل شوو کسانو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شوی.
دوی زياته کړې، چې ياده چاودنه د قصه خوانۍ په بازار کې د اهل تشیع پر جومات شوې او پر وژل شوو کسانو سربېره ۱۹۴ تنه لمونځ کوونکي ټپي شوي هم دي.
له دې سره داعش ډلې د پېښور قصه خوانۍ بازار په دې جومات کې د شوي چاودنې مسووليت منلی او ويلي يې دي، چې ياده چاودنه جليبيب الکابلي په نوم د يوه کس له لوري ترسره شوې ده.
پرون تر چاودنې وروسته د پاکستان کورنيو چار وزير شېخ رشيد احمد ويلي وو، چې په دې چاودنه کې د بهرني لاسونه موجود دي؛ خو په ښکاره يې د کوم هېواد نوم نه دی اخيستی.