د څېړنيزو خبريالانو نړيوال کنسورشيم د يوې څېړنې په خپرو کړو پايلو کې د يو شمېر هېوادونو برحال او پخوانيو مشرانو د لسګونه او ان سلګونه مېليونه ډالرو په اندازه له پټو شتمنيو پرده پورته کړې.
د يادو موندنو له مخې، شاوخوا ۳۵ تنه اوسني او پخواني مشران او دغه راز له ۳سوو ډېر د بېلابېلو هېوادونو دولتي چارواکي په ګڼ ميليتي شرکتونو يا Multinational companies کې پټې ونډې او پانګه لري.
د څېړنيزو خبريالانو دې کنسورشيم يا پېنډورا اسناد اړوند ۶سوه خبريالانو په ۱۱۷ هېواودنو کې د ۱۱.۹ ميليونه سندونو څېړنه کړې او موندلي يې دي، چې د اردن پاچا دويم عبدالله نږدې ۳۰ ګڼ ميليتي شرکتونه جوړ کړي او له دې لارې يې د څه د پاسه ۱۰۶ مېليونه ډالرو په ارزښت په امريکا او برېتانيا کې ۱۴ مجللې ماڼۍ پېرلي دي.
موندنې ښيي چې د چک جمهوريت لومړي وزير اندرې بابېش د ۲۲ مېليونه ډالرو په ارزښت په سوداګريزو شرکتونو کې پانګونه کړې، څو د فرانسې په سوېل کې ماڼۍ واخلي. نوموړی د ۳.۶۶ مېليارده ډالرو په لرلو سره په چک کې دويم بډای کس دی.
په دې موندنو کې د اذربايجان ولسمشر الهام علياف نوم هم راغلی. د نوموړي په اړه ويل شوي چې الهام علياف او نږدې همکارانو يې د برېتانيا املاکو په ځينو معاملو کې چې ۴سوه مېليونه ډالر ارزښت لري، پټ لاس درلود.
اوهورو کنياټا د کينيا ولسمشر دی او د کورنۍ ۶ غړي يې د ګڼ ميليتي شرکتونو شبکه تشکيلوي. دوی پر ۱۱ بېلابېلو سوداګريو پورې تړلي وو چې يوازې د يوه کس ونډه يې ۳۰ مېليونه ډالر وه.
د مالي څېړنې د پايلو دې موندنو په دې لېسټ کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د نوموړي د حکومت ګڼو چارواکو نومونه هم راغلي دي. موندنې ښيي چې عمران، د کابينې غړي يې او د دوی کورنۍ په پټه توګه د شرکتونو خاوندان دي او مېليونونه ډالر شتمنۍ لري.
دغه راز د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکې په اړه هم ويل شوي چې په ۲۰۱۹ کال ټاکنو کې له بريا وړاندې يې په يوه ګڼ ميليتي شرکت کې غوښنه ونډه پېرلې ده.