د پیښور ښار چارواکي رسنیو ته ویلي چې په کرونا وبا اخته اوه کسان د خیبر پښتونخوا په روغتون کې د اکسیجن د نشتون له امله مړه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا تدریسي روغتون ویاند فرهاد خان ویلي هغه شرکت چې دوی ته يې اکسیجن وروړلو ویې نشو کولای چې پر وخت یاد روغتون ته د اکسیجن ډبې ور ورسوي.
د خیبر پښتونخوا د روغتیا ایالتي چارواکی صایم جهګرا، په ټویټر کې لیکلي چې د یادې پیښې د څیړنې امر شوی دی.
د معلوماتو له مخې پاکستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸ تنه مړه شوي دي.